خبرتیا! 

۱۴۰۵ وږی ۳۰


                                                                                     کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ امریت په پام کې لري، چې د محصلینو د ظرفیت لوړواي په موخه د کمپیوټر ښوونیز پروګرام پیل کړي. یاد پروګرام د یوې میاشتې لپاره دی چې په دې موده کې به د آفیس پروګرامونه (وېنډوز او ورډ) تدریس شي.

 له ټولو علاقمندانو څخه غوښتنه کېږي، چې د نوملیکنې او نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د ٩/۲/١٤٠٥ څخه تر ١٥/۲/١٤٠٥ نېټې پورې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت ته مراجعه وکړي.

د منلو شرایط: د کمپیوټر له پروګرامونو او انګلیسي ژبې سره ابتدایي بلدتیا.

درسي وخت: د غرمې ۱۱:۴۵ څخه تر ۱۲:۳۰ بجو پورې.